کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :
دهرات ولايت دګمرک څلور تنه کارکوونکي دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول .
دغه کارکوونکي دتيرې چارشنبې په ورځ دهرات _ اسلام قلعه له لويې لارې څخه تښتول شوي دي .
دهرات دوالي وياند احسان الله احسان له باختراژانس سره په اړيکه کې ددغه ولايت دګمرک دڅلورو تنو کارکوونکو تښتول کيدل تاييد کړل .
ده وويل چې ددغو کارکوونکو دموندلو او ژغورنې لپاره عمليات دوام لري .
تراوسه پورې دتښتوونکو هويت او ددغې انسان تښتونې انګيزه نه ده روښانه شوې .