ټولنه

په بغلان کې په سلګونو ښځينه بزګرانو ته دسبو تخم او دکار وسايل وويشل شول .

کابل باختر دثور ٢٤:
دبغلان ولايت په سلګونو ښځينه بزګرانو ته دکارله وسايلو  سره دشپږ ويشت ډوله سبو تخم او دپروسس  کوچني دستګاوې وويشل شوې .
په شمال ختيځ زون کې دمالدارۍ اوبڼوالۍ دملي پروژې مسوو ل محمد غلام ملا خيل دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه توکي او وسايل دبغلان  دوالي انجنير عبدالحي نعمتي ، دولايتي شورا درييس اسد الله شهباز او ددغه ولايت دکرنې درييس عبدالوهاب خير زاد په وړاندې په پلخمري ښار کې وويشل شول .
دبغلان والي دکورنيو داقتصادي حالت دښه والي په لاره کې دغه اسانتياوې ګټورې وبللې او دبغلان ولايت په کچه يې دهغو دپراختيا غوښتنه وکړه .
دغه راز ملا خيل  زياته کړه: په دوه زره بزګرو  کورنيو دسبو شپږ ويشت ډوله تخم چې په څلورو فصلونوکې ښځې کولاى شي هغه په انګړ او دکورپه شاوخوا وکري  او حاصلات ورڅخه ترلاسه کړي، په وړيا ډول  وويشل شول .
ده زياته کړه په اويا مخکښو ښځينه بزرګانو دکار وسايل چې کراچۍ ، داوبو شيندلو وسايل ، يوم او دسبو دپروسس يوه کوچنى  دستګاه شته دمرکزي بغلان نهرين ، دوشي ، خنجانو په ولسواليو او په پلخمري  کې ورکړشوي چې دښځو دځواکمنتيا او هغوى ته دکاري زمينو دبرابرولو  په خاطر ګټور دي او تر دريو کلونو پورې دهغوى ملاتړ کيږي .
دغه پروګرام دشمال ختيځ زون په کچه دبڼوالۍ  اومالدارۍ دملي پروژې  له خوا تطبيقيږي او څه ناڅه پنځه زره دوه سوه کورنۍ  تر پوښښ لاندې نيسي چې لګښت يې اته مليونه افغانۍ کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته