سیاست

اجرائیه رئیس د اقتصادي همکاریو او پراختيا سازمان د سرمنشي له مرستيال سره په بروکسل کې ولیدل

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس په څنډو کي د اقتصادي همکاریو او پراختيا سازمان د سرمنشي له مرستیال دوګلا فرانتز سره د بروکسل کنفرانس او تر کنفرانس وروسته د افغانستان پر اقتصادي او پراختیايي حالت خبري وکړې.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هیواد اجرائیه رئیس په دې کتنه کي وویل، چي د بروکسل کنفرانس د افغانستان د اقتصادي او پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو سره اساسي مرسته کوي او دلته د نړیوالي ټولني ژمنې کولای سي، چي د افغان حکومت د پر ځان بسیا کېدني اجنډا د تطبیق پر مهال د هیواد اقتصادي اړتیاوو ته تر یوې کچي پوري ځواب ووايي.
هغه د افغانستان ستراتیژیک جغرافیايي موقعیت ته په اشارې سره وویل، چي دغه هیواد د سیمي او نړۍ لپاره خورا ډېر اقتصادي فرصتونه برابر کړي او اړتیا ده، چي د سیمي د هیوادونو ترڅنګ د اقتصادي همکاریو او پراختيا سازمان هم له دغو فرصتونو د ګډي استفادې لپاره د افغان حکومت له پلانونو سره همغږی سي.
د اقتصادي همکاریو او پراختيا سازمان د سرمنشي مرستیال دوګلا فرانتز د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي بروکسل کنفرانس د افغانستان د اقتصادي موخو د لاسته راوړلو لپاره مهمه مرسته کوي او اقتصادي راتلونکی تضمینوي.
ده زیاته کړه، چي د اقتصادي همکاریو او پراختيا سازمان د پرځان بسیا کېدني لپاره د افغان حکومت له پلانونو ملاتړ کوي او چمتو دي، چي له خپله ادرسه هر ډول مرسته او همکاري وکړي.
ښاغلي فرانز یادونه وکړه، چي په افغانستان کي له موجودو اقتصادي فرصتونو نه یوازي افغانستان، بلکه د سیمي هیوادونه هم ګټه پورته کولای سي، او اړتیا ده، چي د سیمي هیوادونه په دې برخه کي خپله ونډه ادا کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته