کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر
د ملګرو ملتو سازمان د يونیسف موسسې د باميانو په مرکز پورې اړوند د سعيد آباد دوکان او د قافله باشي د اوبو رسولو شبکې له بيا رغونې وروسته نن د دغه ولايت سيمه ييزو مسوولينو ته وسپارلې.
د باميانو د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس ملا ضيا الله خادم د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د باميانو د مرکز دوکاني کلي د اوبو رسولو شبکه څه د پاسه ٢ ميليونه ١٣٠ زرو ٦ سوه افغانيو په لګښت بيا رغول شوې ده، چې ۹۰۰ کورنۍ، شپږ جوماتونه او يو روغتيايي کلينيک یې له اوبو څخه ګټه اخلي.
د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ د باميانو د مرکز سعيد آباد د کلي د اوبو رسولو شبکه ٧ ميليونو ٢٥٤ زرو افغانيو په لګښت بيا رغول شوې ، چې ٢٤٠٠ کورنۍ ، ١٢ جوماتونه او د نجونو يوه ليسه یې له اوبو څخه ګټه اخلي.
دغه راز د باميانو ښار د قافله باشي د کلي د اوبو رسولو شبکه د يو ميليونو ٤٨٢ زرو افغانيو په لګښت بيا رغول شوې، چې ٩٠ کورنۍ ، يو ښوونځى او دوه جوماتونه د هغه له اوبو څخه ګته اخلي.
د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې په تطبيقولو سره پر هرې کورنۍ ٥٦ کلچې صابونونه هم ويشل شوي دي.
\ ذ