کابل، د غوايي ۹مه، باختر
د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناروې کمیټې په مرسته ۵۰ کورنیو ته، چې له وړاندې د مچیو د روزنې په برخه کې روزل شوې وې، د شاتو مچۍ ووېشل شوې.
د مسوولینو په خبره هرې کورنۍ ته پنځه صندوقه مچۍ، څلور قلمه درمل او یو عدد سمپاش ورکول شوی دی.
د فاریاب د ریاست د کرنې امر مولوي نورالهدا متوکل ویلي، چې له دغې پروسې څخه یې موخې مېرمنو ته د کاري زمینې برابرول او د کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
له دغو مرستو څخه برخمنې کورنۍ خوښې دي او د ورته نورو پروژو د پلې کېدا غوښتنه هم کوي.