خبرونهټولنه

سرپل کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غوایي ٨مه، باختر
د سرپل ولایت ځایي مسؤلین وایي، چې د الفتح ولسوالۍ په ده میانه سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یاد ولایت د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې الفتح ولسوالۍ په ده میانه کلي کې د یوه کور چت د پرېوتو له امله يوه ښځه مړه او د یوې کورنۍ ٧ تنه ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله یو شمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونو اوښتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته