خبرونهټولنه

بلخ؛ ترافیکي پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل، د غوایی ۹ مه، باختر

د بلخ امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوه ښوونځي ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د بلخ د چهار کنت ولسوالۍ په خواجه قفتال کلي کې د ښوونځي زده کوونکو یو موټر له سړک اوښتی چې په کې یو زده کوونکی مړ او د موټر چلوونکي په ګډون ۵ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړده، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته