کابل، د غوايي ۹مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کابل ولایت اړوند د قرغې بند کاسه له کلونو ورسته له اوبو ډکه شوې او پرچاوه یې فعاله شوې ده.
یاد وزارت پر خپله اکس پاڼه همدارنګه ليکلي؛ د قرغې بند چې د کابل ښار د شمال لویدیځو سیمو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د دغه ښار د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې بنسټیزه سرچینه ګڼل کېږي، له څو کلونو وروسته یې ذخیره له اوبو ډکه او پرچاوه یې فعاله شوه.
سرچینې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره سم د دغه بند زیانمنې شوې برخې بیا رغول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له ورستیو ورښتونو وروسته په هېواد کې د اوبو د اکثرو بندونو کاسې له اوبو ډکې شوې او پرچاوه یې فعاله شوې دي.
ګروندوګر هم خوښ دي، چې له دې سره به يې کروندو ته په کافي اندازه د خړوبېدو اوبه پیدا او د وچکالۍ ستونزه به ورسره حل شي.