امنیت

په ارزګان کې دچاودنې دڅو خونړيو پيښو مخنيوي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دامنيتي ځواکونه وايي  چې  په ارزګان ولايت کې دچاودنې ددريو خونړيو پيښو مخه نيولې ده ،.

ددغو ځواکونو دڅرگندونوله مخې  طالبانو پرون  ددريو ماينونو په ايښودلو سره غوښتل  د چاودنې درې خونړۍ پيښې ترسره کړي  خوپه دغه  اقدام بريالي  نشول.

 دارزګان پوليسو  دباختر خبري اژانس ته  دخبرپاڼې په ليږلوسره  ويلي دي  دغه ماينونه پرون    دچوري او دهراود دولسواليو په سړک باندې د طالبانو له خوا ايښودل شوي و چې دامنيتي ځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړي شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي  طالبانو غوښتل  ددغو ماينونو په ايښودلوسره  دافغان او ناټو په ځواکونو بريد وکړي . دطالبانو له خوا دماينونو ايښودل په دې وروځو کې زيات شوي دي . هغه ماينونه چې زياتره ملکي وګړي قرباني کوي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا