کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٩:
په تيرو ٢٤ ساعتوکي په ځينوولايتونوکې دګډوامنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې ١٥ تنه ياغي طالبان ووژل شول ، دوه تنه نورټپيان شول او شپږتنه ونيول شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په تيرو ٢٤ ساعتوکې دننګرهار، بغلان، فارياب، سرپل ، قندهار، نيمروز، ارزګان او دغور دولايتونو په مربوطاتوکې دپوليسو دګډوعملياتو په بهيرکې پنځلس تنه ياغي طالبان ووژل شول ، دوه تنه نور ټپيان شول او شپږتنه يي ونيول شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن درې ديرش کيلوګرامه نشه يي توکي ،نهه ميله ډول ډول وسلې ، ددرندو وسلو شل ګولۍ ، دسپکووسلو پنځه سوه ګولۍ ، درې ماينونه ، يو اتياکيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، پوځي وسايل او تجهيزات او يو موټرسايکل په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .