خبرونهامنیتاقتصاد

په ۱۴۰۲مالي کال کې شاوخوا ۱۷۹زره ټنه قاچاقي توکي کشف او ترلاسه شوي دي

کابل، د غويي ۱۷مه، باختر

مالیې وزارت وايي چې د هېواد ګمرکي مسؤلینو، په ۱۴۰۲ مالي کال کې شاوخوا ۱۷۹زره ټنه قاچاقي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې د مهمو آسانتیاوو برابرولو سربېره؛ له فساد سره جدي مبارزه شوې او د ممنوعه او قاچاقي توکو مخنیوی شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو او مسوولینو، په ۱۴۰۲مالي کال کې د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷۸زره ۱۹۴ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو د واردولو مخه نیولې چې په کې طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي، نشه یي او نور توکي شامل دي. 

د سرچینې په وینا، دغه توکي چې په قاچاقي ډول له غیر رسمي لارو له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل، ترلاسه شوي او عاملین یې اړوندو ارګانونه ته معرفي شوي دي.

هېره دې نه وي چې اوسمهال د هېواد په ټولو لویو لارو کې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیمونه په دوامداره توګه څارنه او ګزمې کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې قاچاقي او ممنوعه توکي په ځانګړې توګه هغه توکي چې د کورني صنعت د ودې او پرمختګ د مخنیوي سبب ګرځي؛ انتقال یا را انتقال کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته