خبرونهاقتصاد

په بادغیس کې صنعتي پارک جوړېږي

کابل، د غوایي ۱۸مه، باختر
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي بادغیس ته د اقتصادي پروژو د ارزونې او په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو په موخه سفر کړی دی.
نور الدین عزیزي له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل، دغه وزارت په پام کې لري چې په بادغیس کې یو صنعتي پارک جوړ کړي او هڅه کوي چې د دغه ولایت ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي همدارنګه د صنعتي پارک له ځمکې څخه د لیدنې پرمهال د سیمه ییزو ادارو د رئیسانو ستونزې هم واورېدې او په دغه ولایت کې یې د ۲۴ ساعته برېښنا شتون ته په اشارې سره وویل، چې په دغه ولایت کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت ټولو ولایتونو ته پاملرنه کوي او اقتصادي پلانونه پلي کوي.
ورته مهال د کانونو فعالول، د ترکمنستان پر پوله د یوه بندر جوړول، د بادغیس په ولسوالیو کې د سړکونو جوړول او د کار زمینې برابرول د بادغیس د اوسېدونکو له مهمو غوښتنو څخه وې، چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره یې شریکې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته