سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د پېر له درکه ټول پورونه ادا کړي دي

کابل، د غوايي ۱۸ مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې غونډې پرمهال له رسنیو سره د خپلو وروستیو لاسته راوړنو راپور د شریکولو پرمهال وویل چې په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته د برېښنا د پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي.
د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ زیاته کړه، چې ازبکستان ته ۱۰۵.۳ میلیونه، تاجیکستان ته ۷۱.۲ میلیونه، ترکمنستان ته ۶۴.۲ میلیونه او ایران ته ۴۸.۱ میلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۳۶.۵ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.
د نوموړي په خبره تېر کال کې د ۳ میلیارده ۳۴۱میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي، د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلې شوې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس عبدالرحمن رحماني د کابل ولایت د تره خېلو د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت او د ننګرهار ولایت حصار شاهي د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت د سولري برېښنا تولید طرحې وروستي کول، په کندهار کې د سولري برېښنا ۸۰ میګاواټه په ظرفیت د دستګاه جوړولو، هرات کې د بادي برېښنا ۲۰۰ میګاواټه دستګاه جوړولو، بغلان کې د ‌ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید دستګاه جوړولو، هرات، پنجشېر، کونړ او بادغیس ولایتونو کې د نیمه کاره پروژو بشپړولو ته د پانګوالو لیوالتیا، د یاد شرکت له نورې مهمې لاسته راوړنې وبللې.
د افغانستان برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا د برېښنا بېلونو سیستم کې ۴۸۰۰ مېټرونه ثبت شوي، ۴۱ زره ۵۶۱ انالوګ مېټرونه ډیجیټل ته تبدیل شوي، چې د ضایعاتو راټېټولو، شبکې اصلاح او د عوایدو کچې لوړولو برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.
سرچینې زیاته کړه، چې د برېښنا پېرودونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه يې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د (اس برېښنا) سیستم فعاله کړی، چې کولای شي په انلاین بڼه د برېښنا بلونه تحویل کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو همدارنګه وویل چې له یو شمېر پخوانيو زوراکو او سیاسیونو څخه چې د دغه شرکت پوروړي وو کابو ۱۸۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او د پاتي پورونو د راټولولو په موخه طرحه جوړه شوې، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له کتنې او تائید وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په کور دننه د برېښنا تولید پروژو په تړاو د هڅو او په دې موخه له اړوندو ارګانونو سره د ګډ کار د دوام ډاډ هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته