خبرونهنړۍ

رفح کې عملیات؛ چین د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

نړۍ، د غوايي ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې پر رفح ښار د صهیونستي پوځ عملیات پیل شوي او د نن ورځې له سهار راهیسې یې څو ځایه هوایي بریدونه کړي او دغه راز یې د ځمکني پوځ ټنکونه هم د ښار له پولو اوښتي او دننه ورغلي دي.

د دغو عملیاتو له پیل سره سم تر لسو ډېر فلسطینیان شهیدان، یو شمېر نور ټپیان او ګڼ شمېر نور بیا د دغه ښار د پرېښودو په حال کې دي.

ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند لین جین پر اسرایلو غږ کړی، چې د نړۍ خبرو ته غوږ کیږدي او پر رفح ښار پوځي بریدونه ونکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چئ سیمه کې باید د یو انساني فاجعې څخه مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته