خبرونهاقتصاد

د غزني ښاروالۍ تېرکال څه باندې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د غوایی ۱۸ مه، باختر

د غزني ښاروالۍ ادارې مسوولینو تېرکال د څه باندې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولېدو خبر ورکړی دی.

د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه باختر آژانس ته ویلي چې دغه اداره توانېدلې په ۱۴۰۲ کال کې د دغه ولایت د کورونو او ساختمانونو د صفايي، د جایدادونو د کرایې، د اشتهاري لوحو او صنفي جوازونو او د دوو ثابتو او غیر ثابتو سرچینو له درکه ۱۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۵ برابره زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړه، چې دغه ښاروالۍ په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو .

نوموړي زیاته کړه، چې یادې ښاروالۍ په دې موده کې ۱۲ کوچنۍ او لویې پروژې پلي کړي، چې پکې د ښار دننه د سړکونو کانکرېټ، دوکانونو، محافظتي او احاطوي دیوالونو، سونا حمامونو او سوداګریزو مرکزونو جوړول شامل دي.

د هغه په وینا، سږکال د غزني په ښار کې ۱۹ نورې پروژې هم پلې شوې چې د ښار په یو شمېر عامه واټونو کې د ګلدانونو جوړول، د سړکونو پخول او د شنو ساحو رغول او بیا رغول په کې شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته