خبرونهټولنه

میدان وردګو کې یو دارالایتام ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غوایی ۱۸ مه، باختر

د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ تنګي درې کلي کې د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ دغه دارالایتام د ترکیې هېواد د ۲ وګړو له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې د زده کوونکو لپاره ټول لازم امکانات په پام کې نیول شوي او د یو شمېر دولتي چارواکو او دیني عالمانو په شتون ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

هېره دې نه وي، چې د یاد دارالایتام یوه برخه لا تراوسه بشپړه شوې نه ده او په نږدې  راتلوونکي کې به یې پاتې چارې بشپړې شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته