سیاست

اجرائیه رئیس د جنیوا د امنیت او پالیسۍ په مرکز کي د افغانستان پر وضعیت خبري وکړې

کابل باختر دکب نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د جنیوا د پالیسۍ او امنیت په مرکز کي د افعغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او انکشافي وضعیت خبري وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې مرکز کې د نړۍ له بيلابيلو هیوادونو د پالیسۍ او امنیت د برخي مسؤلین، کارپوهان او زدکړیالان راټول شوي وو او له اجرائیه رئیس څخه ئې د افغانستان د وضعیت په اړه پوښتني هم وکړې.
هغه په دې مرکز کي‌د خپلو پیلیزو خبرو او د حاضرینو د پوښتنو په جواب کي وویل،‌چي افغانستان له بهرنیو تیریو نیولې، د ترورستي ډلو تر ترورستي بريدونو او ان تر ځانمرګو بریدونو پوري، د ډول ډول امنیتي او نورو ستونزو شاهد و، خو له دغو ستونزو سره سره ئې په بيلابيلو برخو کي پرمختګونه کړي دي.
ده زیاته کړه، چي یوازي اوولس کاله وړاندي په افغانستان کي آن د ښځو ښوونځي تړلي وو، خو نن ښځي له سیاسته نیولې تر اقتصاد، امنیتي او پوځي بنسټونو، رسنیو او مدني فعالیتونو پوري په ټولو برخو کي فعاله ونډه لري.
اجرائیه رئیس همداراز یادونه وکړه، چي افغانان سولي ته تږي دي او د تر لاسه کولو لپاره ئې کار کوي، خو په وینا ئې چي یوازي اوربند او یا د جنګ خاتمه کامله سوله نسي بلل کېدای ځکه، سوله باید ټولنیز عدالت،‌د قانون تامین، اساسي حقونو ته د خلکو لاسرسی او د ډیموکراسۍ ټول اړخونه راونغاړلي او افغان حکومت د همدې موخې لپاره کار کوي.پ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته