کابل، د غوایي ۱۸مه، باختر
د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ٥ کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو د پرانیست په مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی چې نن د لغمان په ٥ ولسوالیو کې د ٥ چکډيمونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت ٥ چکډېمونه جوړ شوي چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا ولري.
هېره دې نه وي چې د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو له بشپړېدو څخه خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت څخه د ورته کرنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.