کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په بدخشان کې د کوکنارو کښت د له منځه وړلو پر سر د رامنځته شویو پېښو د څېړلو په موخه د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ د یوه پلاوي د ټاکلو خبر ورکړی دی.
مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو په موخه صادر شوی، په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي کار روان دی او هېڅ سیمه له دې حکم څخه مستثنی نه ده.
مولوي مجاهد زیاته کړې: « دا چې د بدخشان ولایت د یو شمېر ولسوالیو په ځینو سيمو کې کوکنار کرل شوي، د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، چې متاسفانه ځینو متخلفینو په هغو امنيتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي».
د هغه په خبره، د یادو پېښو د دقیقې څېړنې لپاره د ریاست الوزرا د مقام له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ يو هيئت چې په ترکیب کې یې له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی رئيس مولوي شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالمؤمن شامل دي ټاکل شوی.
د مجاهد په وینا، یاد هیئت ته دنده سپارل شوې چې د پیښو هر اړخیزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.