کابل، د غوایی ۱۸ مه، باختر
د لغمان په مرکز مهترلام کې یوه ملي سوداګر د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت یوجومات جوړ کړی دی.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه جومات د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت په شپږو میاشتو کې جوړ شوی، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۸۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
هېره دې نه وي چې په یاد جومات کې د سیمې ۳۰۰ ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره شوې ده.