-کابل باختر د لړم يوولسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت له سفير سيد ابرار حسين سره د خپل کارپه دفترکې وکتل .
باختر آژانس د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کميسيون د يوولسمې غوڼډې د پرمختيايي پروژو دتطبيق په تېره بيا د رحمان بابا د روغتون، د جناح د ٢٠٠ بستريز روغتون، د نايب امين الله خان لوګري د سل بستريز روغتون، د اوسپنې د پټلۍ، د بريښنا شبکو د پيوستون او د جلال آد_ تورخم سړک په باب خبرې وکړې.
د ماليې وزير په بروکسل کنفرانس کې د پاکستان د ګډون او افغانستان ته په راتلوونکوڅلورو کلونوکې د پاکستان د پنځه سوه مليونو امريکايي ډالرو د ژمنې له امله مننه وکړه.
د پاکستان سفير يوځل بياد پرمختيايي پروژو د تمويل او تطبيق په برخه کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ .
2 خواندن این مطلب 1 دقیقه زمان میبرد