ورزش

د زور خاني ورزش لوبغاړي ایران ته لاړل .

کابل  د مرغومي  ۲۵ باختر
شپږافغان لوبغاړي په زور خاني سیالیو کې د ګډون په مقصد ایران ته لاړل .
د بدني روزنې او سپورت دریاست ویاند عارف پیمان د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ نن پیل او تر اتو ورځو به د ایران د مشهد په ښار کې دوام مومي .
د٤٦هېوادنو لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره مشهد ښار ته تللي دي .
د زور خاني ورزشونو فدراسیون څرګنده کړه هیله کوي چې افغان ورزشکاران وکولای شی په دغو سیالیو کې ښه وځلیږي . سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته