فرهنګ

پاملرنې موسسې د خوست له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د کتابونو مرسته وکړه

کابل/ د وري ۳۰ مه/ باختر
په خوست کې د پاملرنې موسسې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامه کتابتون سره د ۷۵۰ بېلابېلو کتابونو مرسته وکړه.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد وايي چې په مرسته کې سیاسي،فرهنګي، ټولنیز او ادبي کتابونه شامل دي چې تر ډېره به پرې د کتاب د لوست مینوالو تنده خړوب شي.
په ورته وخت کې د پاملرنې موسسې د تعلیم او تربیې مسوول عبدالملک ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هم له یاد کتابتون سره د مرستې او همکاری لړۍ ته دوام ورکړي.
محمد اقبال چې په خوست کې د کتاب لوستلو مینوال دی، له عامه کتابتون سره ورته مرستې ګټورې بولي او وایي چې یادې مرستې سره به هغه بې وزله زده کوونکي چې د کتاب د پېر توان نه لري، وکولای شي چې له عامه کتابتون څخه یې وړیا ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د خوست په عامه کتابتون کې شا وخوا د یارلس زره کتابونه شته، چې هره ورځ لسګونه محصلین، زده کوونکي، او د مطالعې مینوال ورڅخه ګټه پورته کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته