کابل، د زمري ۳مه، باختر
د کابل والي شیخ الحديث مولوي ندا محمد نديم نن د افغانستان له ملي سوداګرو سره وکتل.
د کابل ولایت مقام له رسنیز دفتر څخه باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوې چې په دې کتنه کې، ملي سوداګرو خپلې ستونزې او وړاندېزونه د کابل له والي سره شريک کړل چې د والي له خوا ورته د رسیدګۍ ډاډ ورکړل شو.
د کابل والي، د ملي سوداګرو د کارونو او فعالیتونو ستاینه کړې او هغوی ته په خطاب کې ويلي: خپلو هڅو ته دوام ورکړئ او په خپلو تجارتونو سره د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت کابو او کاري فرصتونه برابر کړئ.
هغه زیاته کړې ده: موږ ستاسو په مرسته غواړو اقتصادي استقلاليت هم ترلاسه کړو. تاسو د افغانستان د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتئ؛ هڅه وکړئ چې د هېوادوالو لپاره نور هم کاري فرصتونه برابر کړئ او خپل تجارتونه له نورو هېوادونو سره جاري وساتئ.
دغه راز د کابل والي له ملي سوداګرو څخه غوښتي چې په خپل تجارت کې دې صداقت، پاک نیت او سپېڅلې اراده په پام کې ونیسي.
په ورته وخت کې، ملي سوداګرو د سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې هغوی ته د آساتیاوو د برابرولو لپاره، له افغانستان اسلامي امارت څخه مننه کړې او د په دې برخه کې یې د لا زیاتو او همېشنیو همکاریو غوښتنه کړې ده.
هغوی هم ژمنه کړې چې هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د اقتصادي حالت د لا پیاوړي کېدو په موخه به خپلې هڅې جاري وساتي.
وهاج