خبرونهنړۍ

سره بحیره کې د عملیاتو دوام؛ حوثي وسلوالو د اسریلو کیښتۍ په نښه کړي

نړۍ، د غوايي ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ

د یمن حوثي وسلوالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سره بحیره کې یې د کیښتۍ ضد توغندیو پر مټ د اسرایلو او دغه رژیم سره اړیکه لرونې کیښتۍ یې په نښه کړې دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ هم دغه بریدونه تایید کړي، زیاته کړې یې ده، چې حوثي وسلوالو په دغو عملیاتو کې، چې پرون ترسره شوي، له کیښتۍ ضد بالیسټیک مزایلو څخه کار اخیستی دی.

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې دغو بریدونو کې ویشتل شویو کیښتیو ته د پام وړ زیان هم اوښتی دی.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې له پیل راهیسې حوثي وسلوال له غزې څخه د ملاتړ لپاره د اسرایلو او د دغه رژیم د ملاتړو هېوادونو پر کیښتیو بریدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته