امنیت

يوسلو نهه ويشت تنه بنديان ازادشول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٧ :
دقندهار ، زابل او ارزګان دولايتونو يوسلو نهه ويشت تنه اوسيدونکي چې  دبګرام  په جيل کې بنديان وو  نن ازاد شول .
دغه بنديان په تروريستي بريدونو کې دلاس لرلو په تور دناټو دځواکونوله خوا نيول شوي وو.
دبګرام دجيل مسوول جنرال يارمحمدبارکزي باختراژانس ته وويل : ددغو بنديانو له جملې څخه نهه نوي تنه يې دقندهار ولايت اوسيدونکي ، اولس تنه دارزګان ولايت اوديارلس تنه نور يې دزابل ولايت اوسيدونکي دي .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه بنديان  نن ديوې  غونډي په ترڅ کې کورنيو ته يې وسپارل شول.
بارکزي دبنديانو دسپارلو په غونډه کې وويل هلې ځلې کوو چې نور بنديان
دبګرام له جيل څخه خوشي  او خپل عادي  ژوند ته دوام ورکړي .
دقندهار دولايتي  کميټې رييس عطامحمداحمدي باختراژانس ته وويل، دسولې بهيرته ددولت  دمخالفينو ديوځاى کيدو اودبنديانو دخوشي کولو بهير  په لاره کې دسولې دکميټې هلې ځلې دوام لري .
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم دقندهار ولايت  شپږاتيا تنه بنديان  دبګرام له جيل څخه  ازادشوي وو.
دغو بنديانو ته به په نغدي مرستو برسيره دبيارغاونې په پروژو کې دکارزمينه برابره شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته