سیاست

جمهور رئیس غني د نیپال لومړي وزیر سره وکتل

کابل باختر دوږي دمياشتې ٣١ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني
پرون له غرمې مخکې په نیویارک ښار کې په خپل استوګنځای کې د نیپال لومړي وزیرشېر بهادر دیوبا سره وکتل.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمه ییزه همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د نیپال لومړي وزیر وویل، حکومت یې په افغانستان کې تلپاتې سولې او ثبات ته ژمن دی، ځکه نیپال چې پخوا د افغانستان په څېر له جنګ او ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، نو د افغانستان د خلکو ستونزې تر نورو ښې درک کوو.
نوموړي د سیمې د هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاري، ترانزیت او سوداګریزه راکړه ورکړه د سیمې د امنیت او ثبات د تامین او د خلکو د هوساینې او ښه راتلونکي لپاره ګټوره وبلله.
جمهور رئیس غني وویل، سوله د افغانستان د حکومت او خلکو اساسي غوښتنه او د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات، هوساینې او اقتصادي ودې لپاره ګټور دی.
جمهور رئیس غني د افغانستان ستراتیژيک موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي ودې په برخه کې کافي فرصتونه لري او موږ غواړو چې  له دغو فرصتونو څخه د خپلو خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره ګټه واخلو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته