ميدان ښار باختر د غبرګولي د مياشتې ۲ مه
د ميدان وردګو ولايت امنیه قوماندان وايي، وسله والو مخالفینو ۹۰ سلنه جنګي روحیه بایللې ده.
د ميدان وردګو ولايت امنیه قوماندان مل پاسوال احمد فهیم قایم باختر اژانس ته وویل چې، په دغه ولایت کې یې د وسله والو پر وړاندې چاڼيزعملیات پيل کړي دي چې له امله يې وسله والو مخالفينو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
د ده په خبره وسله والو مخالفينو خپله جنګي روحيه له لاسه ورکړې او نه شي کولای چې له افغان سرتېرو سره مخامخه جګړه وکړي.
قايم زياتوي چې د افغان سرتیرو له خوا د وسله واله د ځپلو په موخه د عملیاتو له اعلام سره مخالف دی ځکه چې نا اعلام شویو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.
د قايم د څرګندونو له مخې د نااعلام شویو عملیاتو ګټه سرتیرو ته دا ده چې دښمن یې په مقابل کې نا خبره پاتې کيږي او افغان سرتیري په بريالیتوب سره هدف ته رسیږي
0 1 دقیقه لوستل