کابل باختر دوري دمياشتې ١٨ :
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته وويل :
امنيتي ځواکونو دکندز، فارياب او د غور د ولايتونو په مربوطاتوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول، دولس تنه ټپيان او ديارلس تنه نوريې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د ملي پوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د ننګرهار، لغمان، کندز او د بلخ ولايت په مربوطاتو کې د امنيتي ګزمې په بهيرکې څلور ماينونه کشف اوشنډکړل.
1 د یوې دقیقې څخه لږ