سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالکبیر: د جهاد دوره ختمه شوې، اوس د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا وخت دی

کابل، د سلواغې ۲۷مه، باختر
‏د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، پرون د دارالامان محمدیه دارالعلوم د حدیثو لویې دورې په فراغت غونډه کې، ویلي چې تر ایمان وروسته، غوره فضیلت ‏د دیني زده کړو ترلاسه کول دي.
هغه، له فارغو شويو علماؤ څخه غوښتنه کړې چې دخپل مسئوليت پر اساس دې، دیني زده کړې نورو هېوادوالو ته هم ورسوي.
مولوي عبدالکبير، فارغانو ته په خطاب کې ويلي دي: “دا د خوشحالۍ خبره ده چې تاسې په داسې وخت کې فارغېږئ چې په ملک کې اشغال ختم شوی،
‏سوچه اسلامي نظام حاکم دی او دلته یې تاسې د دین د خدمت مصدر وګرځولئ.”
سیاسي مرستیال زياته کړې چې د جهاد دوره ختمه شوې، اوس د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا وخت دی.
هغه، له فارغو شویو علماؤ څخه غوښتي چې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره که په ملکي، پوځي او یا هم تدریسي چارو کې د خدمت موقع برابره شوه؛ باید له خدمت دریغ ونکړي.
مولوي عبدالکبير څرګنده کړې چې په افغان ملت کې د علماؤ موجوديت او په ملت کې اسلامي غرور د دې لامل شول چې ولسونه د اشغال ترڅنګ ونه درېږي او د مجاهدینو ملاتړ وکړي.
‏هغه ویلي دي: “د سلواغې پر ۲۶مه، په دې ورځ له افغانستان څخه شوروي ځواکونه تښتېدلي او مات شوي دي، نن الحمدلله چې د ناټو او د امریکا د ماتې او د افغانانو د یوې بلې جهادي دورې د فتحې زېری پرې اضافه شوی دی؛ دغه شان پېښې زموږ راتلونکو نسلونو ته د آزادۍ، خپلواکۍ او د اسلامي شریعت د تطبیق غوره درس ورکوي.”
د سياسي مرستيال په باور، له پخوانيو وختونو سره د وروستي اشغال ماتولو توپير دا دی چې د ناټو او امریکا له وتلو وروسته، په افغانستان کې داسې اسلامي نظام واکمن شوی چې د ولسونو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته