کابل باختر ثور نهمه :
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د افغان پوځيانو په نويو هوايي بريدونوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې د فراه ښار او د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريدونه شوي دي .
د هېوادپه لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې، په دغو هوايي بريدونوکې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او د هغوى څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړي شوي دي
د هېواد په لويديځ کې پوځي مقامات وايي چې د ډار اچوونکو د جنګي ځواکمنتيا دکمولو لپاره به د دوى په سنګرونو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي .
د يو بل خبرله مخې ، په فراه ولايت کې پوځيان بريالي شول چې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهمات يوه ډيپو کشف کړي .
له دغه ډيپو څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې او ماينونه ترلاسه شوي دي . د دغه ډيپو د ساتلو په اړوند څوک نه دي نيول شوي . ختم_ ج _ اکرم