سیاستخبرونهTOP

مولوي امیر خان متقي، “د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار” غونډې جزئیات له رسنیو سره شریک کړل

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، د یو خبري کنفرانس له لارې “د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار” غونډې جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.
په دې مهمه غونډه کې چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په کوربه‌توب نن په کابل کې جوړه شوې وه د یوولسو هېوادونو ځانګړو استازو او سفيرانو ګډون کړی و.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته، رسنیو ته وویل: “د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان او اندونیزیا استازو ګډون کړی و”.
هغه زیاته کړه: دغه غونډه په دې موخه جوړه شوه چې په سیمه کې یو له بل سره همکاري رامنځته شي او د سیمې پر مشترکو ګټو او تهدیدونه خبرې وشي.
د مولوي متقي په وینا، په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو په اتفاق سره دا خبرې وکړې چې په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د سیمې په ګټه دي او باید په سیمه کې له هېڅ ډول اخلال او بې ثباتي سره همکاري ونشي.
د هغه په خبره، په نننۍ غونډه کې دغه راز ټینګار شوی چې د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د لویو پروژو لکه کاسا – ۱۰۰۰، ټاپي، ټاپ او د اوسپنې پروژې د عملي کارونو د پیل په برخه کې همکاري وشي او هم په دوحه کې جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان غوښتنې او افغانستان اسلامي امارت دریځ په پام کې ونیول شي.
د متقي د څرګندونو له مخې؛ د غونډې ګدونوالو ټینګار کړی چې په سیمه کې تامین شوی امنیت او ثبات ته باید وده ورکړل شي؛ د سیمې هېوادونه له یو بل سره وصل او افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د وصل نقطه شي او د تجارت او ترانزیټ په برخه کې مرکزي رول ولري.
د هغه په باور، دغه شان غونډې دا ثاتبوي چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره قوي تعامل لري او ټول په دې ټینګار کوي چې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له نورو هېوادونو سره همکار دی او سیمه په دا نظر ده چې له افغانستان اسلامي امارت سره تعامل ولري او خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي او همدا رنګه د افغانستان سفارتونه په نورو هېوادونو کې خلاص شي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست پر نړیوالو غږ وکړ چې د سیمې هېوادونو په شان دې له افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته را وړاندې شي او د فشار ناکامې او تجربه شوې ګزینې دې نور نه کاروي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې، “د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار” غونډه د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماتيک پرمختګ او سیاسي لاسته راوړنه وبلله چې د هېواد د اقتصاد پر ودې هم مثبت رول لوبولی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته