سیاست

اجراييه رييس دهرات په جامع جومات کې دشهيد ډګر جنرال محي الدين غوري او دشهيد ډګرمن عبدالواسيع دفاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ .

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  او ملګري هيئت يې دهرات ولايت په جامع جومات کې دشهيد ډګرجنرال  محي الدين غوري او دشهيد ډګرمن عبدالواسيع  دفاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دهرات ولايت په جامع جومات کې په دغو مراسمو کې دهېواد اجراييه رييس په خپلو  خبرو کې دشهيدانو کورنيو او دافغانستان خلکو په تيره بيا دهېواد دلويديځې حوزې اوسيدونکو ته د ډاډ ګيرنې دمراتبو په څرګندولو سره وويل شهيد ډګرجنرال غوري دتل لپاره په خپله کاري ساحه کې له خلکو سره ښه او غوره چلند درلود او دپوځي محدوديتونو پرخلاف به ده او دده په ادارې دخلکولاسرسۍ اسان و .
اجراييه رييس د ډګر جنرال محي الدين غوري دمبارزو اوسرښندڼو په ستاينې سره وول شهيد غوري دامنيتي ځواکونو ترمنځ  د رهبرۍ  يوه سالمه الګو وه .
دهېواد اجراييه رييس دشهيد ډګرجنرال محي الدين غوري او دشهيد ډګرمن عبدالواسيع دارزښتناکو او صادقانه   خدمتونو په ستاينې سره وويل چې دوى په  ټينګې ارادې او ايمان ، صداقت او هېواد او دافغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې په لازمې ژمنې سره شپه او ورځ هلې ځلې وکړې چې دافغانستان خلک هيڅکله دهغوى خدمتونه نه هيروي .
دهېواد اجراييه رييس دغه راز ټينګار وکړچې دافغانستان خلک په يو والي ، پيوستون ، او وحدت  سره ددښمن په وړاندې دريږي  او په سولې او په خپل حق دلاسبري لپاره مبارزه کوي چې دشهيدانو لاره تعقيب او دهغوى ارمان پوره کړي .
په پاى کې دهېواد اجراييه رييس په خبر رسولو او دخلکو دغږ په انعکاس کې درسنيو مثبت او اغيزمن رول وستايه او ويې ويل چې رسنۍ دامنيتي ځواکونو او دافغانستان دخلکو او حکومت تر څنګ اوږه په اوږه حرکت کړى دى او قرباني يې  ورکړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته