فرهنګ

محمد طاهرزهیر: مولانا جلال الدین محمد بلخي د بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ د وصل ټکی پاتې شوی او په دې تمدني حوزه کې یې ګڼ ملتونه او هېوادونه سره نښلولي دي

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن د ستر شاعر او عارف مولانا جلال الدين محمد بلخي د تلین په مراسمو کې وويل: په بلخ کې به د مولانا کور او خانقاه بيا ورغول شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ نن په کابل کې د ستر شاعر او عارف مولانا جلال الدين محمد بلخي د ٧٤٧ تلین درناوى وشو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په کابل کې په افغان – ترک لېسه کې پرځاى شوي وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير ژمنه وکړه چې دغه وزارت د دغه مشهور او نوميالي عارف کور او خانقاه بيارغوي.
د بلخ د مولانا کور او خانقاه د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د هغه په ټاټوبي کې دي چې اوس یوې کنډوالې ته ورته ده.
محمد طاهر زهير، مولانا جلال الدين محمد بلخي يو محبوب شخصیت وباله چې د بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ د وصل ټکى پاتې شوی او په دې تمدني تمدني حوزه کې یې ګن ملتونه او هېوادونه له يو بل سره وصل کړي دي.
زهير د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا د کور او خانقاه پر خراب وضعیت چې کنډوالې ته ورته ده، خواشيني وښوده او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري د دغه نوميالي شخصيت کور او خانقاه له اوسني حالته وژغوري او په راتلونکي کال کې د دغه کور او خانقاه د بيارغاولو کار پيل کړي او په دې کار سره کولاى شوو سمينارونه او نور فرهنګي پروګرامونه هلته جوړ کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير دغه راز د ترکيې د پوهنې له بنسټ څخه مننه وکړه چې ياد پروګرام یې ترسره کړى دى.
هغه د ترکيې د پوهنې له بنسټ څخه وغوښتل چې په راتلونکي کال کې هم د مولانا د زياتې پېژندنې او د هغه د افکارو په اړوند خلکو ته د پوهاوي ورکولو په تړاو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه نور سمينارونه ترسره کړي.
په دغو مراسمو کې د کابينې يوشمېر غړیو اوفرهنګيانو ګډون لاره.
پاى \ ذ\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته