کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینک لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مس عینک کان څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پرمهال د MCC شرکت له مسوولینو سره ناسته ترسره شوه او د دغه شرکت مسوولینو د مس عینک کان د سړک جوړولو، د لرغونو آثارو د ساتنې د پلان د نهايي کېدو، د کمپونو د جوړېدو، د لوېدیځ د عینک کان د استخراج د پرمختګ او نورو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د پروژې زیاتره ستونزې لرې شوې او د پروژې عملي کار پیلولو ته چمتو دي.
دوی دغه راز ډاډ ورکړ، چې په دې لړ کې به لرغونو آثارو ته کوم زیان ونه رسېږي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم د دغې سيمې د لرغونو آثارو او د هغو د ساتنې په باب خبرې وکړې او د پروژې د کار د پيل غوښتنه يې وکړه.
نوموړي همدارنګه د پروژې د کار د ګړندي کولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
بل خوا د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د مس عینک کان د برېښنا او اوبو رسولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.
اخوا د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني له دغو چارواکو سره د یادې طرحې د عملي کېدو په برخه کې د دغه ولایت د اوسېدونکو غوښتنې هم شریکې کړې.