خبرونهاقتصادټولنه

لوګر کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۵۹ تنو ته د کار زمینه برابره شوې

پل علم، باختر، کب ۸ مه

د لوګر د کرنې، ابولګونې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، چې تېرو ۶ میاشتو کې د مرکز سربېره په محمد آغې او خروار ولسوالیو کې ۲۵۹ تنو نارینه وو او ښځینه وو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

ورته مهال د دغه ریاست د طبیعي منابعو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج ویلي:« دغه پروژې، د بشري قواو د پرمختیایي ادارې لخوا د نږدې لس میلیونه افغانیو په مالې ملاتړ پلې شوې دي».

د یادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې نارینو ته د کانالونو د کېندلو او پاکولو پروسه او دغه راز بېوزلو ښځو ته د چرګانو د کوچني فارمونو جوړول شامل وه.

باید وویل شي، چې د یادې پروژې لومړی ۶ میاشتنی پړاوو بشپړ شوی او دویم ۶ میاشتنی پړاو به یې هم په را روانه میاشت کې پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته