کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
د افغان آموزش انستيتوت، د کرونا ويروس په وړاندې د روغتيايي کارکوونکو د ځان د ساتنې په موخ له عامې روغتيا وزارت سره د ٥٠٠٠ فس شيلد مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغان آموزش انستيتوت د روغتيايي برخې مديرې ډاکټرې فهيمي مختار زاده د دغو فس شيلدونو د سپارلو په وخت کې څرګنده کړه چې د کرونا ويروس په وړاندې د روغتيايي کارکوونکو د ځان د ساتنې په موخه دغه مرستې له عامې روغتيا وزارت سره کړې دي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح د دغه انستيتوت د مرستو له امله قدرداني وکړه او د دوى دغه اقدام يې يو بشر دوستانه عمل وباله.
ختم – ج – اکرم
1 1 دقیقه لوستل