امنیت

له افغانستان او باميانو څخه د نوى زيلاند د ځواکونو د وتلو پيل

 

کابل _ باختر دوري شپاړسمه :

 د نوى زيلاند د ځواکونو له افغانستان او باميانو څخه د وتلو بهير پيل کړ .

 پرون ددغه هيواد څو پوځي ټولګي له باميانو څخه دخپل هيواد په نيت روان شول .

  دغه وتل په ښکاره د نوى زيلاند د دفاع د وزير په لارښوونه پيل شوى دى.

 د نوى زيلاند د دفاع وزيرجاناتان کولمن په باميانوکې له افغان سيمه ييزو مقاماتوسره له کتنې وروسته اعلام وکړ چې ده له باميانوڅخه دخپل هيواد دځواکونو د وتلو امر صادر کړى دى. نږدې دوه سوه تنه زيلاندي پوځيان دبيا جوړولو د ولايتي ټيم په چوکات کې په باميانوکې ډيره وو.

دافغانستان په باميانوکې د دغو ځواکونو د شتون له وخت څخه تراوسه پورې څه ناڅه اته  تنه زيلاندي پوځيان له جګړه مارا نو سره په نښتوکې وژل شوي دي .

د نوى زيلاند د دفاع وزير په باميانوکې له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې نوى زيلاند په افغانستان کې خپل پوځي شتون پاى ته رسوي، خو له پرمختيايي پروګرامونو اوبيا جوړولو سره  ددغه هيواد مالي او تخنيکي ملاتړ به دپخوا په شان دوام ولري .  

 دترلاسه شويو شميرنو له مخې: نوى زيلاندپه تيرو دولسوکلونوکې نږدې درې سوه مليونه ډالره په باميانوکې د پرمختيايي پروژو او د امنيتي مسئلو په لاره کې لګولي دي .

 د نوى زيلاند په مرسته په باميانوکې دوه زره پنځه سوه کورنيو ته د انرژي  د تامينولو لپاره د سولري بريښنا او دکرکيلې  د بيا رغاونې پروژې تر جوړيدو لاندې دي .

جاناتان کولمن وويل چې له باميانوڅخه ددغه هيواد دپوځيانو له وتلو وروسته به په دغه ولايت کې له څو پرمختيايي پروژو سره مالي ملاتړ وکړي .

 په همدې حال کې دباميانو اوسيدونکي د زيلاندي پوځيان و د وتلو او په بدل کې يې د تروريستي ګواښونو د زياتوالي له امله ژوره انديښنه لري، خو د نوى زيلاند د دفاع وزير وايي چې دامنيتي ګواښونو د زياتوالي په صورت کې به د ناټو پوځيان دافغانستان له نورو سيمو څخه دافغان پوځيا نو مرستې ته ور ودانګي .

د باميانو والي حبيبې سرابي ددغه ولايت د امنيتي مسووليتونو د منلو لپاره دافغان پوځيا نو دځواکمنى په باب خبرې وکړې، خو دباميانو د والي دڅرګندونو له مخې، په ګاونډيو ولايتونوکې نا امني او د تروريستي ډلو شتون د انديښنې وړ دي .

دباميانو ولايت دافغانستان يوله هغو ولايتونو څخه دى چې په تېرو څه دپاسه لسو کلونوکې يې ډيرکم امنيتي او تروريستي ګواښونه لرل، خو دغه ولايت ته په عځيدلو لاروکې دتروريستي ډلو شتون او د فعاليت پراختيا د باميانيانو زياتې انديښنې له ځان سره لرلې. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته