امنیت

شپږ تنه په پروان کې د غلا په شک ونیول شول

کابل / د غويي ۱۸ / باختر
د ملي امنیت خواکونو نن په پروان کې شپږ تنه د وسله والې غلا په شک ونیول.
د پروان د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان د دغه ولایت په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلوعملیاتوپه بهیرکې ونیول شول.
ویل کېږي چې له دغو افرادو څخه دوه موټرونه ، یوه ریکشا ، یوموټرسایکل او څو تومانچې ترلاسه شوې دي او له دوى څخه تحقیقات پیل شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته