امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولې  نهمه     
شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانوسره په  جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه پرون له ناوخته دډيورندکرښې ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوه ډله طالبان  له کرښې  څخه  په تيريدو سره دپوځيانو د سپرلۍ په کاروان يرغل وکړ.
د افغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ  تنه يرغلګر ووژل شول.
ده وويل: دغه يرغلګر د ډيورندله کرښې څخه په اوښتو سره د افغان پوځيانو  د سپرلۍ په کاروان  بريد وکړ.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې:
امنيتي مامورينو د قندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په قندهار ولايت کې کشف شوې .
له دغو ډيپوګانو څخه  چې په خاکريز ولسوالۍ کې  کشف شوه؛ يو شمېر سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکو توکي ترلاسه شول.
ختم _شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته