امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول.

کابل –باخترد کب دمياشتې ٣٠
دوسله والو طالبانو ديو پاکستانى قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان نن په نورستان ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
جګړه د ډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې رامنځته شوه .
دهيواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل :په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: وسله والو طالبانو له ډيورنډ له کرښې څخه له تيريدو وروسته دافغانستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړې او جګړه ونښته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته