کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
شپږ تنه وسله وال طالبان د کندز ولايت د ملي امنيت رياست ته څېرمه څخه ونيول شول.
دغه کسان نن سهار د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د استوګنې د کورونو د پلټنې په وخت کې ونيول شول.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرورحسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپږ تنه وسله وال طالبان چې په کندز ښارکې په جګړو او جنايتونوکې يې لاس درلود؛ د دوى له راپرځولو وروسته د استوګنې په کورونوکې پټ شوي چې د پلټنې په وخت کې ونيول شول.
نيول شويو طالبانو په خپل جرم اعتراف کړى دى چې په ټولو جنايتونوکې يې لاس درلود.
1 د یوې دقیقې څخه لږ