کابل / د غویي2٠مه / باختر
شپاړس وسله وال طالبان تېره شپه د قندهار په دوو ولسواليو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه عمليات دهوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهارپه شاه ولي کوټ او پنجوايي ولسواليو کې ترسره شول چې په پايله کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
په دغوعملياتو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ
3 کمتر از یک دقیقه