امنیت

شل طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۵مه / باختر
په روزګان کې ۲۰ وسله وال طالبان په هوايي بریدونو کې ووژل شول او ۷ نور يې ټپیان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ګيزاب او چارچینو ولسوالیو او ترینکوټ ښار کې د پوځيانو پر پوستو د یرغل په وخت کې هوايي بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور یې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په روزګان کې د ۲۳ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته