سیاست

د بلخ والي: په دندو کې بې پروايي د منلو نه ده او د ګوښه کېدو سبب به شي

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د بلخ والي د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ډاکټرانو ته په خطاب کې وويل: خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې بې پروايي د منلو نه ده او د ګوښه کېدو سبب به شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د ابو علي سينا بلخي د حوزوي روغتون په لیدنه کې هغه مثبت بدلونونه وستايل چې په دغه ولايت کې په روغتيايي برخه کې رامنحته شوي دي، خو د روغتون له مشرتابه سره د متخصصانو پر نه همکاري او د يوشمېر ډاکټرانو له خوا په دندو کې بې پروايي او په خپلو شخصي کتنځيو کې په رسمي وخت کې د هغوى پر کار انتقاد وکړ.
د بلخ والي خبردارى ورکړ چې د روغتون کارکوونکي دې د کاري ساحې له سياسي کولو او په دندو کې له بې پروايي څخه په جدي ډول ډډه وکړي او د عامې روغتيا له مشرتابه څخه یې د کارکونکو پر اطاعت ټينګار وکړ او ويې ويل چې له دغو لارښوونو د نه په پام کې نيولو په صورت کې به له دندو ګوښه کړای شي.
عظيمي وويل چې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د څارنې بهير به په جدي ډول دوام وکړي او هغه مسوولين چې په صادقانه ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي؛ ستايل کېږي او هغه کسان چې ناوړه استفاده کوي؛ له هغوى سره به قانوني چلند وشي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته