خبرونهامنیتTOP

د ۲۰۵ البدر قول اردو تخنیکي‌ ټیمونو لسګونه نور وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل

کابل، د کب ۱۳مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري د لسګونه نورو وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د ۳مې سرحدي عبيده لوا د تخنيک امریت په ورکشاپ کې ګن شمېر وسایط ترمیم ګټې اخیستنې ته چمتو شول. 

سرچینې زیاته کړې، چې په ترمیم شویو وسایطو کې ۴۵ هاموې ټانګونه او ۴ انټرنېشنل کاماز شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ملي دفاع وزارت تر دې دمه زرګونه نظامي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته