خبرونهټولنهTOP

تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول

کابل، د غوايي ۹مه، باختر 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون له پاکستان څخه په جبري توګه هېواد ته د ۸۰۰ افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون د تورخم بندر له لارې ۴۷ کورنۍ، چې د غړو شمېر يې ۲۶۸ تنه کېږي او د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۰۰کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵۲۳ تنه کېږي په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ۲۳ تنه نور چې تازه د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي وو هم د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې راستانه شوي کسان تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتوو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې او همدارنګه هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته