کابل، د غوایي ۹مه، باختر
د پکتیکا د ګومل سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د څه باندې۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
د یادې سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجینیر عیسی محمد مسلم د باختر اژانس خبریال ته ویلي، د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۶۰ زره ۴۱۶ افغانیو په لګښت د ۴۱. ۴ مترو په اوږدوالي او د ۵ مترو په لوړوالي سره د سلګډي چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دغه چکډېم د ۵ زره ۱۸۵ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامې امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د چکډېمونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پوره پاملرنه شوې ده.