خبرونهټولنه

بغلان کې تېر کال ۲۹۱ تنو ته په ترافیکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې 

کابل، د غوایی ۹ مه، باختر

د بغلان د ترافیکو مدیریت مسؤلین وايي، چې د ۱۴۰۲ کال په لړ کې په دغه ولایت کې ۸۵ ترافیکي پیښې رامنځته شوې دي، چې په پایله کې یې ۲۹۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل تر پایه پورې په بغلان ولایت کې ۸۵ ترافیکي پیښې رامنځته شوې، چې په دې پيښو کې ۱۱۵ تنه مړه او ۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.

عابدي زیاته کړه چې په ۱۱۵ مړو شویو کسانو کې ۶۹ نارینه، ۲۱ ښځې او ۲۵ ماشومان او په ۱۷۶ ټپیانو کې ۱۰۳ نارینه، ۴۶ ښځې او ۲۷ ماشومان شامل دي.

موټر چلوونکی نصرالله  د پیښو د رامنځته کېدو لامل تر ډیره د سړکونو خرابوالی او تنګوالی بولي، خو دا هم مني، چې ځیني وخت د دوی بې احتیاطی هم د  زړه بوږنوونکو پیښو سبب کېږي.

 په بغلان کې شنونکي وايي چې حکومت باید د سړکونو رغولو لپاره ټول معیارونه په پام کې ونیسي ترڅو له یوې خوا سړکونه ژر وېجاړ نه ‌شي او له بلې خوا د انساني تلفاتو او ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته