کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د آغاخان پرمختيايي شبکې له ديپلوماتيکې استازې ميرمن شهزاد ايرجي سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې ميرمن شهزاد ايرجي په کابل کې د اغاخان پرمختيايي شبکې فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: داغاخان پرمختيايي شبکه د افغانستان په مرکز او ولايتونوکې د تاريخي آبداتو د بيا رغاونې اوترميمولوپه برخو کې سترې اوکوچني پروژې لري.
هغې د بېلګې په ډول د بابربڼ، چهلستون بڼ، کابل زاړه ښاراو ماشين خانې (علم ګنج بڼ ) د بيا رغاونې او ترميمولو چې په کابل کې يوه ستره پروژه ده او د بيارغاونې کار يې په ٢٠١٨ کال کې پيل شوى دى اوتراوسه دوام لري ، يادونه وکړه.
محمد طاهر زهير داغاخان پرمختيايي شبکې له همکارۍ په مننې سره د شنوساحو او تاريخي ابداتو د ساتنې په باب وويل: غواړم د ماشين خانې د بيارغاونې بهير چې پخوا علم ګنج ياديده او يوه ستره تاريخي ساحه ده، وګورم.
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل: په پام کې لرم چې دغه سيمه د يوې فرهنګي ساحې په توګه د کتابونو د نندارتون لپاره چمتو کړم .
شهزادايرجي د يوې بلې ډيرې مهمې اوسترې شبکې په باب چې د کابل د بالاحصار د ډبرینو د يوالونود ټينګښت کار دى، هم د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل اوويې ويل: د دغه وزارت د فرهنګي معينيت او د تاريخي ابداتود ساتنې رياست په همکارۍ مو يو پيشنهاد د مالي مرستې د جذبولوپه خاطر د کابل د بالاحصار د بيارغاونې لپاره د هندوستان حکومت ته وړاندې کړى دى ، چې له نيکه مرغه منل شوى دى .
هغې د افغانستان په مرکز او ولايتونوکې د دغه بنسټ د راتلونکو پروګرامونو په باب هم معلومات ورکړل .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د کتنې په بهير کې د دغې شبکې له استازې وغوښتل چې په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت د پراختيا په برخه کې خپلې نظريې له هغه بورد سره چې د دولتي اوغير دولتي بنسټونو څخه جوړ شوى دى، شريکې کړي چې د ګرځندوى فرهنګ چې عايداتي او اقتصادي منبع ده ، بيا په هېواد کې راژوندی شي .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د ګرځندوى برخې د فعالولو په باب د دغه وزارت د تياريو په اړه وويل: د ګرحندوى د پاليسى مسوده چمتوشوې ده ، د ګرځندوى قانون مو چمتو کړی دی چې د اغاخان پرمختيايي شبکه کولاى شي د خپلو تجربو او نظريوپه شریکولو سره دغه سندونه بډاى کړي .
د اغاخان پرمختيايي شبکې استازې په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت په باب وويل: سیلانیان په دوو دليلونوافغانستان ته راځي، لومړى د افغانستان د خلکو د ميلمه پالنې د لوړ فرهنګ او دويم د تاريخي ساحو د کتنې لپاره چې د دغه هېواد د فرهنګ ښکارندویی کوی .
هغې زياته کړه له بده مرغه د افغانستان زياتې تاريخي ساحې په وروستيو ٤٠کلونوکې له بنسټ څخه ويجاړې شوي دي. چې له هغو څخه کومه نښه نښانه نه ده پاتې .
دغه راز د هېواد په مرکز او ولايتونوکې ښارونو له پلان اوطرحې پرته داسې بدلون کړى چې تاريخي اصالت يې نه دی ساتل شوې .
هغې زياته کړه:هغه تاريخي ساحې اوتاريخي ابدات چې د افغانستان د خلکو د تاريخ اوفرهنګ ښکارندوى دى ، بايد وساتل شي ، ځکه دغه تاريخي اوفرهنګي اثار اوساحې د افغانستان اقتصادي منابع دي چې د هېواد د اقتصاد له ودې سره مرسته کوي .
په پاى کې د اغاخان د پرمختيايي شبکې استازې وويل: د راتلونکې لپاره د افغانستان د تاريخي ابداتو او نورو فرهنګي برخو دساتنې لپاره زيات پروګرامونه لرو ، چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په همکارۍ به چمتو او تطبيق شي .
هغې دغه راز له خلکو وغوښتل چې له هغو ساحو چې بيارغاول شوي دي ښه استفاده وکړي .
هغې وويل: چې رسنى دې هم د تاريخي ساحو د پېژندنې په برخه کې خلکو ته معلومات او پوهاوی ورکړي. د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې د ملي موزيم د پراختياپه باب د اغاخان د پرمختيايي پروژې استازې ته معلومات ورکړل.
دکتنې په پاى کې د اغاخان د پرمختيايي شبکې استازې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره د هر راز همکاريو ژمنه وکړه .
ختم _ج _اکرم